په بامیان ولایت کې د یوه ښوونځي د جوړولو لپاره دوه جریبه ځمکه د پوهنې وزارت ته وقف شول

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې د خلکو له خوا په بامیان ولایت کې د یوه ښوونځي د جوړولو لپاره دوه جریبه ځمکه وقف شوه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت چارواکو نن یکشنبه د مرغومی په دوهمه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د بامیان ولایت ورس ولسوالۍ اړوند د تنور سراب لومړنی ښوونځی چې د ودانۍ چارې یې د دغه ولایت د پوهنې رئیس قاري عنایت الله سهار له خوا پرانیستل شوې وې، ټاکل شوې چې دا ودانۍ د څه باندې یو نیم مېلیون افغانیو په لګښت د ځايي خلکو په مالي مرسته په دوه جرېبه ځمکه کې جوړه شي، کوم چې ارزښت یې ۷۰ زره افغانۍ اټکل شوی او د ضامن علي په نوم د یو تن معارف دوست لخوا وقف شوې ده.

 د باميان پوهنې مسئولينو د څرګندونو له مخې، د دغه ښوونځي په جوړولو سره چې شپږ درسي ټولګي او دوه اداري خونې به ولري، د زياتو هغو زده کوونکو لپاره چې لرې پرتو سيمو ته د علم د ترلاسه کولو لپاره تلل د زده کړې ښه زمينه برابره او ورسره به د دوی ستونزې به په بشپړه توګه هوارې شي.

 د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې په سلګونو جریبه ځمکه د ښوونځیو د جوړولو لپاره د خلکو له خوا وقف شوه.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .