AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱ ۲۱:۱۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85696606
T T
۰ Persons

Tags

ملا هبت‌الله د متقاعدینو د حقوقو د اجرا کولو امر صادر کړ

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند د متقاعدینو د حقونو د اجرا په موخه د ملا هبت الله اخندزاده فرمان اعلان کړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن شنبه د مرغومی په لومړۍ نېټه وویل چې د حکومت د رهبري د فرمان له مخې د مالیې وزارت مکلف دی چې د متقاعدینو حقونه تنظیم کړي او د قانون له مخې یې د راتلونکي کال د وری په دوهمه نیته اجرا وکړي.

هغه زیاته کړه: په دغه فرمان کې داسلامی امارت رهبر سترې محکمې ته هم حکم کړی چې د تقاعد دحقوقو دڅیړنې او تطبیق لپاره دې ځانګړې محکمه جوړه کړی.

 په دغه اته ماده ییز فرمان کې ټینګار شوی، چې د تقاعد د حقونو په اړه د ځانګړو محکمو پرېکړې باید وروستۍ او د تطبیق وړ وي او د دغو پرېکړو پر وړاندې د استیناف غوښتنې حق نشته.

 د دغه فرمان له مخې، ځانګړې محکمې مکلفې دي، چې د شرعي او اداري قوانینو پر بنسټ د متقاعدینو د حقونو اړوند غوښتنې وڅېړي او خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.

 د ایرنا په وینا، د افغانستان سرپرست حکومت له تېرو درېیو کلونو راهیسې د تقاعد د کارکوونکو حقوق نه دي ورکړي او په دې موده کې متقاعدینو څو ځلې د تقاعد صندوق مخې ته پراخ لاریونونه کړي دي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .