په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکو نن پنجشنبه د لیندۍ په ۲۹مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ: د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د تخنیکي او مسلکي ټیمونو لخوا ۱۱ عرادې روسي محاربوي او توپخانه ای ټانګونه ترمیم او ګټې اخيستنې ته چمتو شول.
دغه وزارت زیاته کړې: د تخنیکي او مسلکي ټیمونو د هڅو په نتیجه کې تر اوسه ۴۸ عرادې روسي ټانګونه ترمیم او د استفادې لپاره چمتو شوي دي، چې په تېرو درېو کلونو کې د تخنیک مدیریت ۵۹ عرادې ټانګونه ترمیم کړي دي.
د ایرنا په وینا، په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت زرګونه پاتې ویجاړ شوي امریکايي پوځي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو کړل.
د پیغام پای/
Your Comment