انس حقاني: داعش یوه منحوس پدیده ده چې د افغانستان د خلکو او دولت ترمنځ ریښې نه لري

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د سیاسي کمیسیون غړي ویلي: داعش یوه منحوس پدیده ده چې د افغانستان د خلکو او حکومت ترمنځ هیڅ ریښه نه لري.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د سیاسي کمیسیون غړي انس حقاني د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ ۲۸مه یوې عربي رسنۍ ته وویل: لکه څنګه چې مې مخکې وویل، داعش د حکومت او خلکو ترمنځ ریښې نه لري او دا ناشونې ده چې داعش په حکومت کې ریښې ولري. دا حکومت له هغو کسانو جوړ شوي دی چې جهاد کړي دي، فکر او عقل لري، داعش یوه منحوس پدیده ده.

 هغه زیاته کړه: داعش هیڅ دلیل نه لري چې خپل فعالیتونه توجیه کړي. اوس چې اقتصادي پروژې دي او له نړۍ سره تعامل پیل شوی، دا پرمختګونه د داعش او هغو کسانو لپاره د اندېښنې وړ دي چې په افغانستان کې ثبات نه غواړي.

 انس حقاني د کډوالو او راستنیدونکو چارو پر سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني په برید کې د حکومتي چارواکو لاس لرل رد کړل.

 د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو د وزارت پخوانی مشر خلیل الرحمن حقاني دوه اونۍ مخکې په کابل کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا په یوه ځانمرګی برید کې ووژل شو.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .