یوناما: د افغانستان زعفران په پراخه کچه د کوکنارو د کښت لپاره د بدیل معیشت په توګه وده کړې ده

کابل- ایرنا- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) د افغانستان زعفرانو د پراخه کښت د کوکنارو د بدیل معیشت په توګه اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي  دفتر (یوناما) نن چهارشنبه د لیندي ۲۸ مه په یو مطلب کې لیکلي: د افغانستان زعفران د خپل خوند، بوی او رنګ له امله په نړۍ کې د زعفرانو یو له غوره ډولونو څخه شمیرل کیږي.

دا کوچنی ارغواني ګل په نړۍ کې تر ټولو قیمتي مساله ده او د افغانستان د صادراتو له مهمو توکو څخه ګڼل کیږي. یوناما اعلان وکړ: د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د زعفرانو له کروندګرو سره د تخمونو او اړینو مهارتونو په برابرولو او همدارنګه د کښت او تولید په بهیر کې له هغوی سره مرسته کوي. زعفران د «سرو زرو» په نوم هم پیژندل کیږي.

د یوناما چارواکو ویلي: هرات په افغانستان کې د زعفرانو په تولید کې مخکښ دی، په داسې حال کې چې دغه کښت په پراخه کچه د کوکنارو د کرکيلې د بدیل معیشت په توګه ترویج شوی دی.

د ایرنا د راپور له مخې، د افغانستان زعفرانو په شپږو میاشتو کې د نهم ځل لپاره د بلجیم د نړیوال خوند انسټیټیوټ له خوا په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړ.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .