AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۷ ۱۲:۴۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85692091
T T
۰ Persons

Tags

مولوي محمد یعقوب مجاهد: فکري روښانتیا د خلکو د خدمت او د نظام د لا زیات ملاتړ لپاره اړینه ده

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د ملي دفاع سرپرست وزیر وویل: د خلکو د خدمت او د نظام د لا زیات ملاتړ لپاره فکري روښانتیا مهمه ده.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد چې دوشنبه د لیندۍ په ۲۶مه یې د امنیت او دفاع په غونډه کې خبرې کولې، وویل: فکري روښانتیا د ولس د خدمت او د نظام د ملاتړ لپاره مهمه ده.

 دا غونډه د نامتو لیکوالو ترمنځ د همکارۍ، د مهمو مشورو، نظرونو او معلوماتو د تبادلې په موخه جوړه شوې وه.

 د امنیتي او تصفيوي د چارو د مرکزي کمیسیون رئیس مولوي محمد یعقوب مجاهد د غونډې له ګډونوالو څخه د مننې ترڅنګ وویل: د مسلمانانو فکري روښانتیا په فکري ډګر کې د خلکو د خدمت او د اسلامي نظام د لا زیات ملاتړ لپاره یو ارزښتناک او مهم کار دی. 

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .