AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۶ ۱۹:۲۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85691974
T T
۰ Persons

Tags

چین یو ځل بیا له امریکا څخه د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو د خلاصون غوښتنه وکړه

کابل- ایرنا- په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي مرستیال پر افغانستان د بندیزونو د څار د ماموریت غځول غیر قانوني وبلل او یو ځل بیا له امریکا څخه د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زیرمو د خلاصون غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د چين دولتي ورځپاڼې نن دوشنبه د لیمدۍ په ۲۶مه نېټه په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ له قوله خبر ورکړ چې د امريکا له خوا د افغانستان د بهرنيو اسعارو د زېرمو بندول غير قانوني دي.

هغه زیاته کړه: دغه شتمنۍ باید د قید او شرط پرته خوشې شي او د افغانانو د بشري وضعیت د ښه والي لپاره باید هڅې وشي. 

 شوانګ وويل: موږ د افغانستان له سرپرست حکومت سره د متقابل عمل د پياوړتيا په برخه کې د څارونکي ډلې ملاتړ کوو او افغانستان ته د دغه ټيم ژر سفر ته سترګې په لاره يو؛ چين له اړوندو هېوادونو غواړي چې ژر تر ژره د افغانستان شتمنۍ خوشې او په بشپړه توګه بېرته ورکړي.

 د ایرنا په وینا، په چین کې د پاکستان پخوانی سفیر سلمان بشیر هم د افغانستان بانک د شتمنیو د خلاصون غوښتونکی شو.

 په افغانستان کې د امریکا له شرمناکه ماتې سره امریکا د افغانستان د بهرنیو اسعارو شاوخوا ۹ میلیارده ډالر بند کړل او یو کال وروسته له دې پیسو څخه شاوخوا درې میلیارده ډالر په سویس کې د افغانستان د اماني صندوق ته انتقال شول.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .