په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو یکشنبه د لیندي ۲۵ مه، وویل د دغه وزارت سرپرست مولوي هدایت الله بدري د عمان هېواد د حکومت له استازي او د یاد هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشر انجنیرعلي الزاد علي سره وکتل.
په دې کتنه کې نوموړي افغان محصلینو ته د تحصیلي بورسونو سربېره یې د انتیموني او نفتو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
همدارنګه، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ورته د ښه راغلاست ترڅنګ د پانګونې په موخه د دوی دلېوالتیا هرکلی وکړ دغه راز یې د پانګونې په برخه کې د کانونو د کړنلارې او قانون مطابق ورسره د همکاریو ژمنه وکړه.
د پیغام پای/
Your Comment