AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۵ ۱۶:۵۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85690793
T T
۰ Persons

Tags

په هېواد کې د بدو رواجونو د مخنيوي لپاره کړنلاره تصويب شو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د چارو ادارې په هېواد کې د ناوړه دودونو او رواجونو د مخنیوي لپاره د یو کړنلارې تصویب اعلان کړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د چارو ادارې نن یکشنبه د لیندۍ ۲۵ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د افغانستان د سرپرست حکومت د رهبرۍ د حکم پر بنسټ په هېواد کې د ناوړه دودونو او رواجونو د مخنیوي په هدف د چارو د ادارې عمومي رئیس شیخ نورالحق انور په مشرۍ، غونډه جوړه شوه.

 خبرځاى زياته کړه: په دې غونډه کې د ناوړو او ګرانو دودونو او رواجونو د مخنيوي طرحه ترتيب او تصويب شوه. چارواکو د دې کړنلارې نور جزئیات نه دي په ډاګه کړي، خو د افغانانو تر منځ یو له خورا ناوړه او ناخوښ دودونو او رواجونو څخه په ودونو کې زیات لګښتونه دي، چې په ترڅ کې یې ځوانان د خپلو غیر ضروري ودونو د ادا کولو لپاره د کلونو لپاره د کار لپاره بهر ته تلل.

 د افغاني واده یو پروګرام د ٣٠٠ زره افغانیو څخه تر ٩٠٠ زره افغانیو پورې لګښت لري.

د پیغام پای/ 

Your Comment

You are replying to: .