په کابل کې د ایرنا د خبریال د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثمانی نن په کابل کې د افغانستان لپاره د اروپایی اتحادیې له ځانګړی استازی توماس نیکلاسون سره وکتل.
هغه په هېواد کې د دغې اتحاديې د ځينو مالي پروژو په تطبيق نيوکه وکړه او ويې ويل: هغه پيسې چې د افغانستان د خلکو لپاره ځانګړې شوې، له بده مرغه ډېره برخه يې د پروژو له لارې په اداري لګښتونو مصرف کېږي او ټاکل شوي خدمات په سمه توګه خلکو ته نه رسېږي.
د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي وويل: موږ دا مهال په افغانستان کې د نږدې ٤٤ ميليونه يورو په ارزښت په پروژو کې همکاري کوو، چې نږدې يو ميليون وګړي به ترې ګټه پورته کړي.
د ایرنا د راپور له مخې، اروپايي ټولنې په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستان سره نږدې ۱۵۰ میلیونه ډالره مرسته کړې، خو کارپوهان وايي چې دغو مرستو د افغانانو د وضعیت په ښه کولو کې هېڅ اغېز نه دی کړی.
د پیغام پای/
Your Comment