په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بدني روزنې او سپورت عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق چهارشنبه د لیندۍ ۱۷ مه د دغه لیګ د پرانېستې په مراسمو کې وویل: د هېواد ټولو ورزشکارانو په ځانګړې توګه د کوربه ولایت، د افغانستان د غوره لیګ د پیل مبارکي وایم.
نوموړي د هرات د ورزش او فوټبال رياست له همکارۍ څخه د زړه له کومې مننه وکړه، چې په ډېر لنډ وخت کې يې د دغه ليګ د ترسره کولو لپاره لازم چمتووالى نيولى دى. له بلې خوا د هېواد د فوټبال فدراسیون مشر محمد یوسف کارګر وویل: د سږ کال غوره لیګ د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ توپیرونو سره ترسره کېږي.
کارګر زياته کړه: د فوټبال د ملي شخصيتونو او د ملي ټيم د لوبغاړو شتون چې له بهر څخه يې په دغو سياليو کې ګډون کړى دى د سږني ليګ کيفيت يې زيات کړى دى.
د ایرنا د خبر له مخې، دغه لیګ به په هرات ولایت کې ۳۶ ورځې دوام وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment