AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۵ ۲۳:۴۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85681116
T T
۰ Persons

Tags

د هرات والي د ټاپي پروژې د کار پر چټکتیا ټینګار وکړ

هرات- ایرنا- د هرات والي په افغانستان کې د ټاپي پروژې له کاري جریان څخه لیدنه وکړه او د دغې پروژې د کار په چټکتیا یې ټینګار وکړ.

په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د هرات ولایت د رسنیو دفتر نن پنجشنبه د لیندۍ ۱۵ مه په یوه خبرپاڼه کې له ترکمنستان سره په سرحدي سیمه کې د ټاپي پروژې د عملي کار په اړه د دغه ولایت والي مولانا اسلام جار د لیدنې خبر ورکړ.

اسلام‌جار د دې پروژې د کار پر چټکتیا د ټینګار ترڅنګ، په افغانستان کې د ټاپي پروژې له عملي کار بهیر څخه لیدنه وکړه او د ټاپي پروژې له عمومي مدیر سره یې وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

 د هرات والي د ټاپي پروژه د افغانستان او ترکمنستان د اقتصاد د ودې لپاره یوه مهمه پروژه وبلله او د ټاپي عمومي رئیس ته یې د کار د چټک پرمختګ لپاره د لازمو اسانتیاوو په برابرولو کې د سیمه ییزې ادارې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

 د ټاپي پروژې عمومي رئیس د هرات له والي څخه د ټاپي پروژې د امنیت د تامین په برخه کې د لازمو اسانتیاوو د برابرولو او د سیمه ییزې ادارې د هڅو له امله مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دغې پروژې کار په ټول توان او سرعت سره دوام لري. 

 د ایرنا د راپور له مخې، په افغانستان کې د ټاپي د ګازو د نل لیکې ۱۵۳ کیلومتره سروې شوې او په عین حال کې د ټاپي پروژې د عملي کار په جریان کې، د اسلیم چشمه په سرحدي سیمه کې د ګډ بندر د جوړولو تخنیکي چارې د تاپي د ګازو د پایپ لاین د تجهیزاتو د لیږد بهیر لپاره روانې دي. 
د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .