د بې پولې ډاکټرانو ټولنې د هرات د ماشومانو لپاره د روغتیايي اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړ

هرات- ایرنا- د بې پولې ډاکټرانو د دفتر عمومي مدیر د هرات ولایت د ماشومانو لپاره د روغتیايي اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړ.

په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، دهرات ولايت والي مولانا اسلام جاز سه ث‌شنبه د لیندۍ دمياشتې په ١٣مه نيټه په هرات کې د بې سرحده ډاکترانو د دفتر له رييس ډاکتر ميکایل سره وکتل.

ميکایل د روغتيايي مرکزونو لپاره د ماشومانو په څانګه کې د روغتيايي اسانتياوو په برابرولو کې د خپلو همکاريو د دوام ډاډ ورکړ.

 په دې کتنه کې مولانا اسلام جار د هېواد د خلکو په تېره بيا د هرات ولايت لپاره د دغې موسسې له خدمتونو څخه مننه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې د شته امنيت په تامينولو سره د ماشومانو لپاره د یوه مجهز روغتون په جوړولو کې یې ستر او مثبت کار وکړي.

 د ایرنا په وینا، په افغانستان کې د سرپرست حکومت له جوړېدو وروسته په هرات، کندهار، کندز، خوست او هلمند ولایتونو کې د بې پولې ډاکټرانو خپل فعالیتونه بیا پیل کړل.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .