په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي پیل یوه ویډیو خپره کړې او په خپله ایکس پاڼه کې یې لیکلي: په افغانستان کې د ټاپي پروژې کار په عملي توګه روان دی.
د ایرنا په وینا، د چهارشنبې په ورځ (لیندۍ ۷) د هرات له والي مولانا اسلام جار سره په کتنه کې د ټاپي پروژې عمومي مدیر بګنچ عبدالله یوف وویل چې په افغانستان کې د ټاپي د ګازو د نل لیکې ۱۵۳ کیلومتره سروې شوې ده.
د ټاپي د ګازو نل لیکه چې په کال کې د ۳۳ میلیارد متر مکعب ګازو د انتقال ظرفیت لري، د ترکمنستان د ګالکینیش د ګازو له ساحې څخه پیل او د افغانستان د هرات او کندهار ولایتونو له لارې د پاکستان د کویټې او ملتان ښار ته او له هغه ځایه د هند د پنجاب ایالت د فاضلکا ښار ته رسیږي.
د پیغام پای/
Your Comment