د افغانستان له ۱۸۰ کیلومترو څخه زیات طبیعي یخچالونه له منځه تللي شوي دي

کابل- ایرنا- د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مشر ویلي: د افغانستان ۱۸۱ کیلومتره طبیعي یخچالونه د اقلیم د بدلون له امله له لاسه وتلي دي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشر مولوي مطیع الحق خالص نن یکشنبه د لیندۍ په ۱۱مه په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د اقلیم د بدلون له امله د افغانستان ۱۸۱ کیلومتره طبیعي یخچالونه له لاسه وتلي دي.

هغه زیاته کړه: د حیواناتو او نباتاتو ۱۴۹ ډولونه د ورکیدو له خطر سره مخامخ دي او دوه میلیونه او ۵۰۰ زره کسان د وچکالۍ له امله بې ځایه شوي دي.

خلیل ویلي: د اقلیم د بدلون په کنفرانس (COP29) کې د اسلامي امارت پلاوي د شنو اقلیم وجهي صندوق لپاره د ملي تماس ادارې په معرفي کولو سره هڅه وکړه چې په افغانستان کې د چاپیریالي پروژو د اغیزمن مدیریت په برخه کې د نړۍ پام ځانته واړوي.

 د چاپېریال ساتنې وزارت د سرپرست په وینا، د اسلامي امارت پلاوي له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د اړوندو څانګو د تعامل، همغږۍ او همکارۍ او په سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کې د افغانستان د فعال حضور غوښتنه وکړه.

 هغه دې ته په اشارې سره چې د اقلیم د بدلون په کنفرانس (COP29) کې موږ هڅه وکړه چې نړیوالې ټولنې ته دا قناعت ورکړو چې د اقلیم او چاپیریال بدلون مسله له سیاست سره هیڅ تړاو نه لری او دا مسله باید د ټولنیز او بشری ستونزې په توګه وګڼل شی.

د ایرنا د راپور له مخې، افغانستان په نړۍ کې شپږم هغه هېواد دی چې د اقلیم له بدلون څخه اغېزمن شوی دی چې د چاپېریال په تخریب کې هېڅ رول نه لري.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .