AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۱ ۱۹:۴۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85676792
T T
۰ Persons

Tags

په بدخشان کې د دوو سیټلایټ د فعالیت مخه ونیول شوه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د مخابراتو، او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اعلان وکړ چې د بدخشان ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې دوه سپوږمکۍ(سیټلایټ) ودرول شوې.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکو شنبه د لیندۍ ۱۰ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د ناقانونه مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د مخنیوي په موخه د بدخشان ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې د ستارلنک په نوم دوه سټلایټونه چې له جواز پرته یې په غیر قانوني ډول فعالیت کاوه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د اترا رياست او د اړوند ولايت د امنيتي ارګانونو په همغږۍ کشف او ضبط شول او د فعاليت مخه يې ونيول شوه.

خبرځاى زياته کړه: د بدخشان ولايت د اشکاشم ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د امنيتي ارګانونو د دغه اقدام ستاينه وکړه او د دغه ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د رياست له هلوځلو يې خوښي څرګنده کړه.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .