په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکو شنبه د لیندۍ ۱۰ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د ناقانونه مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د مخنیوي په موخه د بدخشان ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې د ستارلنک په نوم دوه سټلایټونه چې له جواز پرته یې په غیر قانوني ډول فعالیت کاوه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د اترا رياست او د اړوند ولايت د امنيتي ارګانونو په همغږۍ کشف او ضبط شول او د فعاليت مخه يې ونيول شوه.
خبرځاى زياته کړه: د بدخشان ولايت د اشکاشم ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د امنيتي ارګانونو د دغه اقدام ستاينه وکړه او د دغه ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د رياست له هلوځلو يې خوښي څرګنده کړه.
د پیغام پای/
Your Comment