په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د پروان ولایت ویاند حکمت شمیم شنبه د لیندۍ په ۱۰مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي: د پروان ولایت د استخباراتو ریاست منسوبینو لسګونه میله وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.
ده څرګنده کړه: د کشف شویو وسلو په ډله کې ۳۴ میله کلاشینکوف، ۱۹ قبضه تومانچې، درې میله پنځهټکه، دوه قبضه راکټ او یو شمېر نور پوځي وسایل شامل دي چې په غیرقانوني ډول لیږدول کېدل او ساتل کېدل.
شميم زياته کړه: دغه اندازه وسلې او جنګي تجهيزات په تيرو دوو مياشتو کې د کشفي راپورونو او د کره معلوماتو پر بنسټ کشف او راټول شوي دي.
د پیغام پای/
Your Comment