په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو شنبه د لیندۍ په ۱۰مه په خپله خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ترکیې جمهوریت د بهرنيو اقتصادی اړیکو شورا له غړیو سره وکتل.
دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې تر مینځ د اقتصادي اړیکو د ودې او پراختیا او د دواړو هېوادو تر مینځ د سوداګرۍ د حجم د زیاتوالي په تړاو خبرې وکړي.
په کتنه کې د یادې شورا غړیو د افغانستان د انرژۍ، ټکنالوژۍ، نفتو او ګازو، ساختماني چارو، لوژیستیک، کانونو، او نساجۍ په سکتورنو کې د همکارۍ او پانګونې لپاره چمتو والی وښود او همدارنګه په کابل کې د دغه شورا د دفتر له پرانیستلو سره خپله لیوالتیا څرګنده کړه.
د ایرنا د راپور له مخې، د ترکیې د بهرنیو اقتصادي اړیکو شورا د دغه هېواد د خصوصي سکټور له غړو څخه یوه له سترو او معتبرو شوراګانو څخه ده.
د پیغام پای/
Your Comment