په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغاني سرې مياشتې مسوولينو شنبه د لیندۍ په ٩مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دې ادارې مشر شهاب الدين دلاور چين ته د خپل سفر پر مهال په افغانستان کې د نړيوال فدراسيون د اسيايي برخې له مشر الکساندر متيو سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د بشري مرستو او همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې. په دې کتنه کې د افغاني سرې مياشتې عمومي رييس په بېلابېلو برخو کې د دغې ملي خيريه ټولنې د فعاليتونو، لاسته راوړنو او بشري خدمتونو په اړه معلومات ورکړل.
نوموړي په افغانستان کې د بشري وضعيت او د نړيوالو مرستندويه موسسو اغېزمنتيا ته په اشارې سره د ژمي په موسم کې له طبيعي پېښو زيانمنو شويو او بېوزلو سره د عاجلو او لازمو مرستو غوښتنه وکړه.
متیو د افغاني سرې میاشتې د خدمتونو او بشري فعالیتونو ستاینه وکړه او د افغاني سرې میاشتې له ادارې سره د بشپړ ملاتړ ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې د بشري ستونزو په هواري کې به ګډې هڅې او تلپاتې مرستې وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment