ملا برادر: دا اړینه ده چې د توليداتو او وارداتو عرضه کولو لپاره سټنډرډونه رامینځته او تطبیق شي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصادي چارو مرستیال وویل: هېوادوالو ته د معیاري تولیداتو او وارداتو وړاندې کولو لپاره اړینه ده چې سټنډرډونه جوړ او تطبیق شي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا په دوهمه غونډه کې چې نن د لیندۍ په ۱۰مه نېټه ۳۰ سټنډرډونه تصویب شول.

 پدې سټنډرډونه کې ساختماني، خوراکي او څښاک، طبي، کانونو، نفتي، نساجي، چاپېریال، برېښنايي وسایلو شامل دي. ملا عبدالغني برادر وويل: د هېوادوالو ته د معیاري تولیداتو او وارداتو وړاندې کولو لپاره اړینه ده چې سټنډرډونه جوړ او تطبیق شي.

 ده زياته کړه: په دې سره به د بې کیفیته توکو د واردېدو او تولید مخنیوی وشي او ولس ته به معیاري توکي وړاندې شي. د حکومت اقتصادي مرستیال له ټولو ادارو وغوښتل چې د شورا تصویب شوي سټنډرډونه په جدي توګه پلي او تعقیب کړي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .