په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو نن سه شنبه د لیندۍ په ۶مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د «افغانستان خزانې» نندارتون د «ذهاب السائل» تر نامه لاندې د «باشي» اعلاناتو شرکت له خوا په سرپل ولایت کې د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت او نورو دولتي او خصوصي بنسټونو په ګډون پرانیستل شو.
دغه نندارتون چې د هېواد د کورنیو تولیداتو د معرفي او بازارموندنې، د پانګونې د جلبولو او له کورنیو تولیداتو او محصولاتو څخه د استفادې لپاره د خلکو د هڅونې په موخه په لاره اچول شوی و، د هېواد تولیدات په ۴۰ غرفو کې د ۳ ورځو لپاره نندارې ته ایښودل شوي دی.
د پیغام پای/
Your Comment