په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د هرات والي شیخ مولانا اسلام جار په لویدیځ زون کې د بهرنیو چارو وزارت د استازي په حضور کې د ایران د اسلامي جمهوریت له قونسل جنرال علیرضا مرحمتي سره وکتل.
دواړو خواوو د ايران له اسلامي جمهوريت سره په بېلابېلو برخو کې د سيمه ييزې ادارې د لا زياتو همکاريو په باب خبرې وکړې.
د هرات والي شیخ مولانا اسلام جار د ایران قونسل جنرال ته د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا او په ټرانزیټي او سوداګریزو برخو کې د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو کې د سیمه ییزې ادارې د پاملرنې ډاډ ورکړ او د ویزو د ترلاسه کولو په برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د ایرنا د خبر له مخې، په تیرو دریو کلونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت او د افغانستان د سرپرست حکومت ترمینځ اړیکې په مختلفو ډګرونو کې د پرمختګ په حال کې دی.
د پیغام پای/
Your Comment