AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۴ ۲۱:۱۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85669747
T T
۰ Persons

Tags

د بدخشان د روغتون د جدي څارنې څانګې د ودانۍ کار پیل شو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت د بدخشان ولایت په روغتون کې جدي څارنې څانګې(ICU) د جوړولو د کار د پیل خبر ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکو نن یکشنبه د لیمدۍ په ۴ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت له لوري بدخشان ولایتي روغتون کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د جدي څارنې څانګې (ICU) لپاره د یوې معیاري ودانۍ د جوړوېدو چارې پیل شوې.

 دغه ودانۍ د بدخشان ولایتي روغتون په ۷۵ متره مربع ساحه کې په دوو پوړونو کې د لس بسترو په ظرفیت په پاخه او اساسي توګه جوړېږي، چې اړوند ټول معیاري او پرمختللي طبي وسایل به ولري او په دغه ولایت کې به  د خلکو روغتیايي اړتیاوې پوره کړي.

 چارواکي وايي، د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د دغه ولایت د خلکو روغتیايي اړتیاوې پوره شي.

 د ایرنا د راپور له مخې، د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې د افغانستان ۴۰ سلنه خلک معیاري روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .