په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له محي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور نن یکشنبه د لیندۍ په ۴ د خپل کار په دفتر کې د اهل تشیع علماوو د ټولنې له رئيس سید حسن فاضل زاده او مشرانو سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د په هېواد کې د بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو مسائلو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د اهل تشیع د ځینو مسائلو او ستونزو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
عبداللطيف منصور د اهل تشیع د اوبو او برېښنا د ستونزو د حل په اړه ډاډ ورکړ او ويې ويل: د شته امکاناتو له مخې به د شيعه سيمو د اوبو او برېښنا ستونزو ته پاملرنه وکړي.
د ایرنا د خبر له مخې، د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي د شیعه ګانو سیمه چې څه دپاسه یو میلیون نفوس لري د اوبو د کمښت له جدي ستونزو سره لاس او ګریوان دی.
د پیغام پای/
Your Comment