په کندز او بلخ ولایتونو کې د سیلابونو راوتل؛ له ۵۰۰ زیات د استوګنې کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې

کابل- ایرنا- د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې وویل په بلخ او کندز ولایتونو کې د سېلابونو له امله د ۵۰۰ د استوګنې کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې چارواکو د شنبې په شپه د لیندۍ په ۳مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د بلخ ولایت له طبیعي پېښو سره د چمتووالي ریاست د راپور له مخې، د جمعې په شپه په شولګر ولسوالۍ کې نسبتاً سخت سېلابونو د خلکو کورونو، کرنیزو ځمکو، زیربناوو او څارویو ته پراخ زیانونه اړولي دي.

 د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې تر ٢٠٠ زيات کورونه زيانمن شوي او له ٤٠٠ جريبه زياته کرنيزه ځمکه، پنځه کيلومتره سړک او يو جومات ويجاړ شوى او يو شمېر څاروي هم له منځه تللي دي.

 د بلخ ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي رئیس مولوي بشیر احمد بشراني او د IOM، WFP او ACTED په ګډون د پېښې د څرنګوالي د څېړلو او د قربانیانو د پېژندنې په موخه سیمې ته تللی دی.

 دغې کميټې د دغې پيښې له امله په زيانمنو شويو ٥٠٠ تنو ته تيار خوراکي توکي ويشلي دي او دهغوى لپاره د شپې د خوراکي توکو د ويش پروګرام هم روان دى او د زيانونو د څيړنې عمليات هم دوام لري.

 د کندز ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست اعلان کړی چې د دغه ولایت په دریو ولسوالیو کې د سېلابونو له امله څه باندې ۳۰۰ کورونه او ۱۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او تر سلو ډېر څاروي هم له منځه تللي دي.

 د ایرنا د راپور له مخې، د اقلیم د بدلون له امله بې وخته سیلابونه او وچکالۍ، د افغانستان خلک د خطر سره مخامخ کوي او د کال په اوږدو کې د دغه هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د اقلیم د بدلون له پدیدې څخه ستر زیانونه اوړي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .