مولوي عبدالکبیر: ځوانان باید ډاډه شي چې حکومت د دوی د ښې راتلونکې لپاره کار کوي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال وايي: ځوانان باید ډاډه شي چې حکومت د دوی د ښې راتلونکې لپاره کار کوي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، پنجشنبه د لیندۍ په لومړۍ نېټه د افغانستان سرپرست حکومت ارګ اعلان وکړ د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالكبير غزني ولایت ته د سفر په لړ کې، له یو شمېر ځوانانو، فرهنګپالو او لیکوالو سره په داسې حال کې وکتل، چې والي حافظ محمد امین عمري هم حضور درلود.

د غزني ولایت لیکوالو او د رسنیو فعالینو د اسلامي امارت تر سیوري لاندې د ځوان نسل د افکارو جوړولو او د نظام د ټینګښت لپاره د ځوانانو د فعالیتونو پر دوام ټینګار وکړ او په یاد ولایت کې یې د قرائت د تخصصي مرکز جوړولو لپاره د همکاریو غوښتنه وکړه.

 دغو ليكوالو او د رسنيو فعالينو د اسلامي امارت په ملاتړ د فرهنګي چارو د پیاوړتیا ترڅنګ وویل، ځوانان د حکومت د ملاتړ او ستاینې مننه کوي. 

 مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت د مبارزې په لړ کې فرهنګي فعالیتونه او هڅې خورا مهمې وبللې او زیاته یې کړه، هماغسې چې د اسلامي امارت په بریا کې ځوانانو لویه ونډه درلوده، اوس د اسلامي امارت په لیکو کې هم پراخ حضور او ګډون لري.

 نوموړي په ډاګه کړه، امارت په درېیو کلونو کې په ټولو برخو کې ښه پرمختګونه کړي او ځوانان باید ډاډه اوسي، چې حکومت د هغوی د غوره راتلونکې لپاره هڅې کوي.

 د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت سیاسی مرستیال پرون د خپلو ولایتی سفرونو د دوام لپاره غزنی ولایت ته سفر وکړ.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .