په مزارشریف کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د بلخ د والي ویاند حاجي زید نن چهارشنبه د لړم په ۳۰مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي: ډاکټر سید احمد شاداب د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د بلخ ولایت د عامې روغتیا د نوي مرستیال په توګه معرفي او رسماً یې دنده پیل کړه.
هغه زیاته کړه: دغه ګمارنه د عامې روغتیا وزارت د فرمان پر بنسټ شوې ده.
د ایرنا د راپور له مخې، د بلخ ولایت څه د پاسه ٤٠ فیصده ښاریان معیاری روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی نه لری.
د پیغام پای/
Your Comment