ملا برادر: افغانستان د پانګونې لپاره ښه فرصتونه لري

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال وویل: افغانستان د طبیعي زیرمو له پلوه بډایه هیواد دی او د پانګونې لپاره ښه فرصتونه لري.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له یو شمېر روسي او افغان پانګوالو سره وکتل او د سوداګرۍ او پانګونې په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

دواړو خواوو د زېربنا، صنعت، سوداګرۍ، ترانسپورټ، کرنې، رېل پټلۍ او روغتیا سکتورونو کې د روسي پانګوالو پر پانګونې، په دې سکتورونو کې د شته فرصتونو او پر ګډې همکارۍ خبرې وشوې.

 د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال وویل: افغانستان دا مهال په مختلفو سکتورونو کې د پانګونې لپاره غوره فرصتونه لري، کورني او بهرني پانګوال کولای شي پکې پانګونه وکړي.

 ملا عبدالغني برادر زیاته کړه: افغانستان د طبیعي زیرمو له پلوه بډایه هیواد دی او د پانګونې لپاره ښه فرصتونه لري. موږ تل له کورنیو او بهرنیو پانګوالو غوښتي چې افغانستان ته راشي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .