په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د زندانونو چارو د سمون ادارې چارواکو نن یکشنبه د لړم د میاشتې په ۲۷ مه نېټه اعلان وکړ چې د دغه ادارې رئیس مولوي محمد یوسف مستري په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت له راغلي لوړ پوړي پلاوي سره چې مشري یې د عدلیې وزارت مرستیال وزیر عسکر جلالیان کوله، ولیدل.
په دې کتنه کې دواړو لورو له ایران څخه افغانستان ته د افغان بندیانو د انتقال پر څرنګوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نورو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې مولوي محمد یوسف مستري وویل: د زندانونو چارو د سمون ادارې نړېوالو څارونکو بنسټونو، سره صلیب او رسنیو ته د زندانیانو د لیدنو او د هغوي د وضعیت څخه د حال خبرونې په موخه زمینه مساعده کړې او له تاسو هم همدا هیله لرو څو په ایران کې د افغان زندانیانو له وضعیت څخه ډاډ ترلاسه کړو.
عسکر جلاليان په دې کتنه کې وويل: د ايران اسلامي جمهوريت به د خپلو همکاريو په چوکاټ کې د شويو موافقو له مخې له ايران څخه د افغان بنديانو د ليږد بهير ته دوام ورکړي.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت د عدلیې وزارت د بینالمللی چارو د حقوقی مرستیال عسکر جلالیان په مشرۍ پلاوی تیره اونۍ کابل ته راغی او د افغانستان د سرپرست حکومت له مختلفو چارواکو سره یې وکتل.
د پیغام پای/
Your Comment