د ایران د رهبر سلاکار: د لبنان د مقاومت د هرې پرېکړې ملاتړ کوو/ د مقاومت د مشرانو په هوښیارۍ پوره باور لرو

کابل – ایرنا- د اسلامی انقلاب د معظم رهبر ستر سلاکار وویل: مونږ د لبنان د اسلامی مقاومت له هرې پرېکړې ملاتړ کوو.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د اسلامی انقلاب د معظم رهبر ستر سلاکار علی لاریجانی له المیادین شبکې سره په خبرو کې وویل: د لبنان په جنوب کې جنګونه د صهیونیسټ رژیم د ناکامۍ او د دغه رژیم د بې عقلۍ ښودنه کوی.

 هغه څرګنده کړه: سوریې او لبنان ته د خپل سفر په ترڅ کې زه د سوریې ولسمشر بشار اسد او د لبنان د پارلیمان مشر نبیه بری ته د انقلاب د معظم رهبر د مستقیم پیغام وړونکی وم او د دغو پیغامونو د جزئیاتو اعلان هغوی ته پریږدم.  لاریجانی وویل: د دغو پیغامونو اصلی هدف د مقاومت او د سوریې او لبنان د خلکو ملاتړ ؤ.

 هغه وویل: مقاومت پخه دی او د هیچا مشورې ته اړتیا نه لري، بلکې مقاومت هغه دی چې نورو ته نصیحت وکړي.

 د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار څرګنده کړه: د اوربند په مسوده کې داسې مادې شاملې دي که امريکې او صهيونېسټ رژيم له هغه نه خلاف ورزۍ ونه کړي، په راتلونکي کې د موافقې سبب کېږي.

 لاریجاني زیاته کړه: زه نه غواړم د اوربند او نورو مسایلو په اړه خپل شخصي نظر څرګند کړم ځکه دا د لبنان د حکومت مسوولیت دی. هغه وویل: حزب الله یو هوښیار او معقول ګوند دی او هوښیار او له سیاسي پلوه تکړه قوماندانان لري او موږ د هغوی په پرېکړو باور لرو.

 لاریجانی وویل: د صهیونیسټانو یوه برخه پروپاګند دی خو مونږ د مقاومت د مشرانو په هوښیارتیا پوره باور لرو.  هغه زیاته کړه: کاندولیزا رایس په ۳۳ ورځنۍ جګړه کې د منځني ختیځ د څېرې د بدلولو هڅه وکړه، اوس چېرته ده؟ هغه څه کولی شو؟

 لاریجانی څرګنده کړه: بنیامین نتانیاهو د منځنی ختیځ د بدلون غوښتونکی دی خو په کوم قوت سره غواړی دغه ارمان پوره کړی؟  نتانیاهو په هر څه کې د امریکایانو په ځواک تکیه کوي، او له دوی پرته، هغه هیڅ نه دی، او تر اوسه یې څه ترلاسه کړي؟

 هغه زیاته کړه: موږ په بریا باور لرو او د غزې په تړانګه کې د صهیونیسټي رژیم نسل وژنې قوي او هوډمن خلک پیدا کړي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .