د پنجشېر ځوانان د لوېديځ د پوچو او بې دینۍ افکارو په شنډولو کې جدي هڅې وکړي

کابل- ایرنا- د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د دغه ولایت له ځوانانو وغوښتل چې د غرب د پوچو او بې دینۍ افکارو د مخنیوي لپاره جدي هڅې وکړي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د رسنيو دفتر نن د لړم په ٢٦مه، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د «غرب سره فکري جګړې» سيالۍ پايلې اعلان کړې.

د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس په دې مراسمو کې وويل: فکري جګړه تر نظامي جګړې ډېر خطرناکه ده، ځکه چې لوېدیځ له دې لارې زموږ د ځوانانو فکرونه خرابوي، الحادي نظریات اود بې دینۍ فرهنګ خپروي، ترڅو زموږ ځوانان د اسلامي ارزښتونو او مفاهیمو څخه لرې وساتي.

هغه له ځوانانو وغوښتل، چې د دې ډول پوچو افکارو په وړاندې په جدي توګه مبارزه وکړي.

 په همدې حال کې د پنجشېر د لوړو زده کړو موسسې مصطفی ابوسعید وویل: فکري جګړه د باورونو ماتول، ارزښتونو بدلول او د اسلام څخه د لرې کولو هڅه ده، موږ باید په هیڅ صورت د لوېدیځو هېوادونو د داسې برنامو په وړاندې بې پروا پاتې نه شو.

 د ایرنا په وینا، له لويديځ سره د فکري جګړې په اړه د کتابونو ازموينه درې اونۍ وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا د پنجشير د لوړو زده کړو موسسې او د دغه ولايت د جهادي لېسو د شاوخوا زرو تنو زده کوونکو ترمنځ په لاره اچول شوې وه چي د دوی په منځ کې، ١٠ تنه د لوړې نمرې سره د غوره په توګه پیژندل شوي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .