افغانستان او ایران په تېرو اوو میاشتو کې شاوخوا دوه میلیارده ډالره سوداګري کړې ده

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ایران له اسلامي جمهوریت سره د دغه هېواد د سوداګرۍ د زیاتوالي خبر اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو نن شنبه د لړم ۲۶ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې افغانستان او ایران په تېرو اوو میاشتو کې ۱ میلیارد ۸۲۷ میلیونه ډالره سوداګري کړې ده.

خبرځاى زياته کړه: له دې جملې څخه ديرش میليونه ډالره صادرات او څه دپاسه يو مليارډ او اته سوه میليونه ډالره واردات شوي دي.  چارواکي وايي، دا شمېره د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي ښودنه کوي.

د ایرنا په وینا، په تیرو دریو کلونو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه د پام وړ لوړه شوې ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .