په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو نن چهارشنبه د لړم په ۲۳ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار د غزنویانو د دورې له مشهورو تاریخي ودانیو(نای کلا)څخه لیدنه وکړه.
د غزني ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ملا حميدالله نثار وويل: ياده کلا چې د غزنويانو دورې مشهوره زندان و، د دې له امله چې د غرونو په منځ کې موقعيت لري، د تاريخ پوهانو له لوري پرې ډيرې څېړنې نه دي شوي.
هغه زياته کړه: نای کلا په خپل وخت کې له داسې دېوالونو برخمنه وه، چې د دښمن له لوري يې نيول ناممکن و، اوسني نيمه لوېدلي دېوالونه يې د دې ښکارندويي کوي چې څومره کلک او مضبوط جوړ شوي دي.
نثار وویل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت په پام کې لري، چې د غزني ولايت ټول تاريخي آبدات بیا ورغوي او د سيلانيانو لپاره يې د سياحت او ليدلو وړ ځايونو باندې بدل کړي.
د ایرنا د راپور له مخې، د غزنویانو په دوره کې د تاریخي روایتونو پراساس دا کلا د غزنویانو په دوره کې د زندان څخه علاوه، د موزيم په ډول هم استفاده کېده او د وخت قيمتي سرمايې او جنګي غنيمتونه هم همدلته ساتل کېدل.
د غزنوي امپراتورۍ د ۳۵۱ او ۵۸۲ هجري کلونو تر منځ په افغانستان، ایران، پاکستان، هند او د اوسنۍ منځنۍ اسیا پر هېوادونو واکمني کوله.
د پیغام پای/
Your Comment