د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال محمد رضا عارف چې د صهیونیسټی رژیم د تیریو د غندلو لپاره د اسلامی ملګرتیا د سازمان او عرب اتحادیې په بیړنۍ غونډه کې د ګډون او وینا لپاره ریاض ته تللی وو، د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په کتنه کې د دواړو هیوادونو د ښو اړیکو د ټینګولو او د غاصب رژیم د ظالمانه تیریو د مخنیوي او د فلسطین او لبنان له خلکو سره د مرستو د رسولو په لارو چارو خبرې وکړه.
د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال وویل: په دې وروستیو میاشتو کې د دواړو هیوادونو ترمینځ د ارتباطاتو او تعامل د پراختیا او پرمختګ لپاره یوه نوې لاره پرانیستل شوې ده چې نه بدلیدونکی لاره ده.
هغه زیاته کړه: په دې کې شک نشته چې د تعلقاتو د دغه ژورتیا ګټې به نه یوازې ایران او سعودی عربستان ته ورسیږی بلکه دغو دوو سترو هیوادونو ځانګړنو او اغیزو ته په پام سره به د اسلامي هېوادونو ترمنځ د سیمه ییزې همکارۍ او پیوستون د پراختیا لامل شي.
د دې غونډې په دوام کې چې په دوستانه فضا کې ترسره شوه، د جمهور رئیس لومړي مرستیال د جمهور رئیس د سلام د وړاندي کولو په څنډه کې، د سعودي عربستان ولیعهد ته د ایران د سفر بلنه ورکړه.
عارف زياته کړه: په اوسنيو حالاتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو پراختيا په سمه لاره روانه ده او هيله لرو چې دغه ښې سياسي اړيکې د اقتصاد، کلتور، ساينس او ټکنالوژۍ په برخو کې د دواړو خواوو له خوا په جدي توګه تعقيب شي.
هغه وویل: زه باور لرم چې په لوړه کچه د دې غونډې ترسره کول به د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې جدي پرانیستې رامنځته کړي، ځکه چې ايران او سعودي عربستان د اسلامي همکاريو د سازمان د دوو نفوذ لرونکو غړو په توګه د اسلامي هېوادونو په تېره بيا د فلسطين او لبنان د مسئلې په حل کې مهم رول لوبوي.
د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال زیاته کړه: د سیمې هیوادونه باید په متحد او قاطع دریځ او همغږی اقدام کولو سره په غزه کې د نسل وژنې د دوام او په سیمه کې د صهیونیسټی رژیم د تیریو د پراخیدو مخنیوی وکړی.
عارف زیاته کړه: مونږ د ایران د اسلامی جمهوریت او سعودی عربستان اړیکې په سیمه کې د ثبات او امنیت د پراختیا لپاره یوه مهمه اړتیا ګڼو او موږ خوښ یو چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ستراتیژیک سیاست په چوکاټ کې له خپلو ګاونډیانو سره د اړیکو د پراختیا او د سعودي د لوړپوړو چارواکو په اقداماتو سره د دواړو هېوادونو اړیکې نه یوازې بیا پیل شوې، بلکې په چټکۍ سره د پراختیا په حال کې دي.
هغه وویل: که څه هم د ایران او عربستان له ښو اړیکو څخه د اسرائیلو او ملاتړو په شان دښمنان ناخوښ دي او د هغې په لاره کې خنډونه غورځوي، خو موږ دغه اړیکې د دواړو هیوادونو د خلکو او همداراز د سیمې او نړۍ لپاره مهم او ضروري ګڼو او موږ د نږدې او اعظمي همکارۍ پراختیا ته سترګې په لار یو.
د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال وویل: د ایران جغرافیایی موقعیت له خلیج فارس څخه د ایران شمال ته د مالونو د ټرانزیټ او انتقال لپاره غوره فرصت برابروی او لکه څنګه چې په نیویارک کې د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې موافقه شوې وه، اوس د دې وخت رارسیدلی چې د فیمابین «اقتصادي همکارۍ» پراخول په اجنډا کې ځای په ځای شي.
عارف زیاته کړه: موږ باور لرو چې د متقابلو اړیکو پراختیا به د دې لامل شي چې هېوادونه یو بل ته نږدې شي او په پایله کې به په سیمه کې د سولې او ثبات د لاسته راوړلو لامل شي او هیله لرو چې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر وړاندې پراته خنډونه د دواړو هیوادونو د چارواکو لخوا د ترسره شوي اقداماتو سره له منځه ولاړ شي.
هغه د ریاض په غونډه کې په ایران باندې د اسرائیلو د حملې په غندلو کې د محمد بن سلمان د دریځونو په قدرونې سره، د حزب الله او حماس د رهبرانو په شهادت کې د اسرائیلو جنایتونو ته په اشارې سره وویل: د صهیونیسټ رژیم وحشیانه تیریو د سیمې په خلکو ډیر انسانی تاوانونه اړولی دی خو مونږ خوشحاله یو چې د اشغالګر رژیم له ظلمونو سره سره د حماس او حزب الله غورځنګونو دریځ هیڅکله کمزوری شوی نه دی .
د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال زیاته کړه: مونږ باور لرو چې که اسلامی نړۍ د یو متحد ملت په توګه عمل کړی وای، نو اسرائیل به هیڅکله د دغه ډول ظلمونو د ترسره کولو جرات نه وای کړی او په اوسنیو حالاتو کې جنګ د سیمې په ګټه نه بولو، او موږ هیڅکله د جګړې پیل کونکی نه یو مګر د خپل هیواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه په کلکه
دفاع وکړو.
عارف څرګنده کړه: د اړیکو د پراختیا په لاره کې که څه هم د دواړو هیوادونو ترمینځ د نظر اختلاف موجود وی، د دغو اختلافاتو د حل لپاره ترټولو منطقی لاره خبرې اترې دی او هغه لاره چې د دوو هېوادونو په پلان سره پیل شوې او د اسلامي هېوادونو د ګټو پر بنسټ ولاړه ده، په قوت سره به دوام وکړي.
هغه وویل: د اسرائیلو هدف دا دی چې ټوله سیمه په ویجاړونکی جنګ کې ښکیل کړی خو د ایران او سعودی عربستان نږدې ملګرتیا کولای شی دغه پلان مات کړی او دواړه هیوادونه د سیمې په ثبات او سولې کې مهم رول ولوبوی.
د ایران-سعودي اړیکو لپاره د بن سلمان وړاندوینه: ٢٠٢٥ په لوړه کچه
د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان هم د ایران د ولسمشر د لومړی مرستیال د هوښیارانه دریځونو قدرونه وکړه او د سعودی له خارجه وزیر سره یې د خبرو اترو په ترڅ کې د ایران د خارجه وزیر له هلو ځلو څخه مننه وکړه.
د سعودی عربستان ولیعهد په دوام کې د دواړو هیوادونو ترمینځ د نه بدلیدونکی تعلقاتو په باره کې د ولسمشر د لومړی مرستیال وینا ته په اشارې سره وویل: له ایران سره د اړیکو د پراختیا او ژورتیا په هکله نن سبا هغه موقې ته رسیدلې دی، چې د سعودی عربستان پادشاه ته د قدر وړ دی.
محمد بن سلمان په تېره بیا په اقتصادی او کلتوری برخو کې د دوه اړخیزو تعلقاتو او ملګرتیاو د پراختیا په ضرورت باندې په تاکید سره وویل: په سیمه کې د تېر کال پېښې او واقعات هیڅکله هم د دواړو هېوادونو د تعلقاتو د پراختیا په لاره کې خنډ نه دی او زه په دې کې شک نه لرم چې د ۲۰۲۵ کال تر پایه به په سیمه کې د دغو دوو سترو هېوادونو ترمنځ اړیکې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېږي.
د سعودي ولیعهد زیاته کړه: موږ له تاریخي تجربو څخه زده کوو او له دې تجربو څخه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله او پیاوړې اړیکو د رامنځته کولو او د امکان تر حده د هغوی د پیاوړتیا لپاره کار واخلو.
د پیغام پای/
Your Comment