د ولسمشر سیاسي مرستیال: په نږدې راتلونکي کې به له نورو هېوادونو سره هم سیاسي اړیکې پیل شي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال وايي: په نږدې راتلونکي کې به له یو شمېر نورو هېوادونو سره هم سیاسي اړیکې پیل شي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت اعلان کړی، چې د حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د دوکتورا برخې له یو شمېر محصلینو سره وکتل.

 دغو محصلينو په هیواد کې د دوکتورا تر کچې د لوړو زده کړو پیل غوره ګام وباله او په نورو پوهنتونونو کې یې هم د دوکتورا په کچه د زده کړو د پیل غوښتنه وکړه.

هغوی د خپلو زده کړو او څېړنو لپاره شته اسانتياوې وستايلې او په ځينو نورو برخو کې يې خپل وړاندیزونه د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

 مولوي عبدالکبیر وویل: افغان ټولنه ښه ظرفیتونه لري او اسلامي امارت د ځوانانو او کادرونو ښې روزنې ته پوره ژمن دی. 

 هغه زیاته کړه: د اسلامي نظام حاکمیت د هیواد د غوره راتلونکې لپاره یو ښه پیل دی او له شته سولې او امنيت څخه به د افغانستان د ابادي لپاره ښه استفاده وشي.

 مولوي عبدالکبیر وویل: په نورو برخو کې د پرمختګونو ترڅنګ په سیاسي برخه کې هم د پام وړ پرمختګ شوی او په نږدې راتلونکي کې به له نورو هېوادونو سره هم سیاسي اړیکې پیل شي.

 د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال وویل: په دې وروستیو کې نړۍ د اسلامي امارت د حاکمیت په درک سره د خپلو نظریو په څرګندولو کې بدلون راوستی دی.

 هغه ټینګار وکړ: اسلامي امارت د اسلامي اصولو په رڼا کې د شته ستونزو د حل په لټه کې دی.

 د ایرنا په وینا، د افغانستان سرپرست حکومت دا مهال په بهر کې تر ۴۰ ډېر سیاسي دفترونه لري.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .