د افغانستان د چاپېریال ساتنې عمومي رئیس اذربایجان ته ولاړ

کابل- ایرنا- د افغانستان د حکومت د چاپېریال ساتنې ریاست سرپرست د اقلیم د بدلون په نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره د یو تخنیکي پلاوي په مشرۍ اذربایجان ته ولاړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د اقلیم د بدلون په نړیوال کنفرانس (COP-29) کې د ګډون په موخه د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د اذربایجان پلازمېنې باکو ته ولاړ.

افغان پلاوی به په دې کنفرانس کې  د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په برخه کې د نړۍوالو سره د همکارۍ د پیاوړتیا، د اقلیمي بدلون په برخه کې موجوده مالي میکانیزمونو ته د افغانستان د لاسرسي او اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په تړاو له نړۍوالو سره خپلي غوښتني شریکي کړي.

خالص وویل: موږ به کوښښ وکړو چې په (COP-29)کې د اقلیمي بدلون او چاپېریالي ستونزو اړوند موضوعات له نړۍوالو سره شریک او دافغانانو غږ به تر هغوی پورې ورسوو.

 نوموړي داقلیمي بدلون نړۍوال کنفرانس کې د افغان پلاوي ګډون د افغانستان لپاره یو ښه فرصت وباله او ویې ویل چې په پوره چمتووالي به هڅه وکړو چې اعظمي ګټه ترې پورته کړو او له مختلفو جهتونو سره بحث او خبري وکړو.

 د ایرنا د خبر له مخې د اقلیم د بدلون نړیوال کنفرانس د ۲۰۲۴ کال د نوامبر له ۱۱ څخه تر ۲۲ نیټې پورې په باکو کښې جوړیږی او د مختلفو هیوادونو چارواکی او کارپوهان به پکې ګډون وکړی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .