په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان سرپرست حکومت ارګ اعلان وکړ چې د حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې رونیکا بوسویک پوهار سره وکتل.
میرمن بوسویک پوهار په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پر فعالیتونو خبرې وکړې وې ویل، اروپايي ټولنه په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکوي او د شته ستونزو د حل پلوي ده.
نوموړې د اسلامي امارت او اروپايي ټولنې تر منځ پر اړیکو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، اروپايي ټولنه هڅه کوي چې په اړینو برخو کې خپل فعالیتونه په اغېزمن ډول ترسره کړي.
په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر وویل چې اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت له خپلې بودجې څخه د هېواد د ابادۍ کار پیل کړی او د اقتصادي خودکفایۍ لپاره یې هڅې روانې دي.
مولوي عبدالکبیر له نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې د ودې په حال کې وبللې او څرګنده یې کړه، دا مهال په افغانستان کې د ګڼ شمېر بهرنیو سفارتونو د فعالیت تر څنګ اسلامي امارت په بهر کې ۴۰ سیاسي استازولۍ په واک کې لري او دا شمېره د لوړېدو په حال کې ده.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په انکشافي، د نشه يي توکو لمنځه وړلو، د بدیل کښت، کاري فرصتونو برابرولو او پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخو کې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د مرستو غوښتنه وکړه وې ویل، اسلامي امارت په یوازې ځان د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کوي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړه: اسلامي امارت د نړۍ ټولو هغو اندېښنو ته رسیدنه کړې چې د افغانستان د خاورې په هکله یې لرلې.
د پیغام پای/
Your Comment