په علمي او تخصصي مرکزونو کې د افغان کادرونو د استخدام هڅې پيل شوې دي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال په علمي او تخصصي مرکزونو کې د افغان کادرونو د ګمارلو هڅې خبر اعلان کړې.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د شنبې په ورځ د لړم په ۱۹مه د اکمال تخصص له زده کړو څخه فارغ شویو څو تنو ډاکترانو سره وکتل.

ډاکترانو د هېواد روغتیايي سکتور کې د نوښتونو او پرمختګ په یادولو سره وویل، له پوهنتون څخه فارغ شوي ګڼ شمېر ډاکتران د تخصص بشپړولو هیله لري.

 دوی زیاته کړه اوسمهال په هېواد کې دننه د افغان کادرونو لخوا پيچلي روغتیايي عملیات ترسره کېږي او افغان ډاکتران په دې برخه کې د اسلامي امارت لازيات ملاتړ غواړي.

يادو ډاکترانو په کور دننه د اکمال تخصص ملي پروګرام له فرصت څخه په خوښۍ وویل، په دې برخه کې د جذب کچې له لوړېدو سره شونې ده، چې په افغانستان کې د متخصصو ډاکترانو د کمښت ستونزه حل شي.

 سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل: اسلامي امارت پر افغان کادرونو تکیه لري، د ښې روزنې ترڅنګ په دولتي ادارو کې ورته د کاري فرصتونو برابرولو ته هم ژمن دی.

 هغه زیاته کړه: د اسلامي امارت د تګلارې له مخې په علمي او تخصصي مرکزونو کې په مناسبو اسانتیاوو سره د افغان کادرونو د ګمارلو هڅې پیل شوي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .