د کرنې وزارت سره په همغږۍ کې د ملګرو ملتونو پروژې باید د بزګرانو اقتصادي ودې ته پام وکړي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال وویل: د ملګرو ملتونو پروژې باید د بزګرانو لپاره د اقتصادي ودې، د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې او ملاتړ په برخه کې د دغه وزارت په همغږۍ تمرکز وکړي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي،  د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو نن شنبه د لړم په ۱۹مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مرستیالې مېرمن ډېول سره وکتل.

 په دې کتنه کې مولوي عثماني د افغانستان د کرنيزو محصولاتو لپاره د ملي او نړۍوالو بازارونو پر رامنځته کولو ټينګار وکړ او د ملګرو ملتونو د پروژو له مسوولينو يې وغوښتل، چې په دې برخه کې زياته پاملرنه وکړي. 
 
 هغه زیاته کړه: د ملګرو ملتونو پروژې باید د کرنې وزارت سره په همغږۍ د اقتصادي ودې، کرنیزو محصولاتو ته بازارموندنې او له بزګرانو سره د ملاتړ په برخه کې تمرکز وکړي.

 مېرمن دیول د کرنې، مالدارۍ او افغاني محصولاتو د بازارموندنې په برخه کې د ملګرو ملتونو د همکاریو د دوام د بیانولو ترڅنګ وویل: «افغان بزګران او خلک لا زیاتو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري او موږ به دغو همکاریو ته دوام ورکړو».

 هغه زیاته کړه: د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام، د ملګرو ملتونو د نړۍوالې پراختیا شبکې په توګه، په هېوادونو کې د مثبت بدلونونو ملاتړ کوي او د پوهې، تجربو او اړینو سرچینو په برابرولو سره د خلکو د ژوند په ښه کولو کې مرسته کوي.

 د ایرنا د راپور له مخې، افغانستان یو کرنیز هېواد دی، د رسمي شمېرو له مخې د هېواد ۸۰ سلنه وګړي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او د افغانستان د ناخالص ملي عاید ۳۱ سلنه برخه له کرنیزو محصولاتو ترلاسه کېږي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .