د نوي کابل په پروژه کې د ایراني پانګوالو لپاره د پانګونې چاپیریال مناسب دی

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د ښار او کور جوړونې سرپرست وزیر وايي، د نوي کابل په پروژه کې د ایراني پانګوالو لپاره د پانګونې چاپېریال ښه دی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د ښار او کور جوړونې وزارت چارواکو نن شنبه د لړم په ۱۹مه په یوه خبرپاڼه کې د دغه وزارت له رئیس شیخ حمدالله نعماني سره په کابل کې د ایراني انجینرانو او د هغوی له افغان همکارانو سره د کتنې خبر ورکړ.

ایراني انجنیرانو علي ارباب، مصطفی پاکدامن، عبدالرزاق غفوري په (BIM) سیستم کې د ساختمان او مسکن د نقشو طرحې په تړاو معلومات وړاندې کړل او وویل موږ چمتو یو چې د کور او ښار جوړولو وزارت په چوکاټ کې همکاري وکړو او د پانګونې زمینې برابرېدو په صورت کې پانګونه وکړو.

 ایراني انجینرانو وویل: د ودانۍ په جوړولو کې کارول شوی سیسټم نوی دی او د یوې ودانۍ ټول سیسټم په نقشه کې د یوې نوې وسیلې سره مشخص شوی او د کومې ستونزې په صورت کې ودانۍ د مخکې پلان شوي نقشې پراساس لیدل کیدی شي او ستونزې حل کیدی شي. 

 ایراني انجنیرانو د یوې ځانګړې وسیلې (عینک) په کارولو سره د ښار او کور جوړونې سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني او د دغه وزارت یو شمېر انجینرانو ته د کور او ودانیو طرحه وښودله، چې ښه هرکلی یې وشو.

 د ښار او کور جوړونې سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په افغانستان کې د کور جوړونې او ساختماني چارو په برخه کې د ایراني انجینرانو د همکارۍ او پانګونې د خوښې هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې د نوي کابل په پروژه کې به د پانګونې زمینه برابره کړي.

 د ایرنا د خبر له مخې، د نوي کابل پروژه د کابل په شمالي سیمه کې موقعیت لري چې د ده سبز او شکردرې ولسوالیو ټولې سیمې او د قره باغ، ستالف او کلکان ولسوالیو یوه برخه او همدارنګه د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ د باریک آب ساحه په کې شامله ده.

 دا پروژه په ۷۴۰ کیلومتره مربع ځمکه کې چې له ۳۷۰ زره جریبه ځمکې سره مساوي ده، تطبیقیږي او مساحت یې د کابل د اوسني ښار په پرتله نږدې ۱.۵ چنده لوی دی. 

 د نوي کابل ښار پروژه به په دوو ۱۵ کلنو پړاوونو کې پلې شي او په لومړي پړاو کې به ۲۵۰ زره کورونه د یو میلیون او ٥٠٠ زره ټنو لپاره جوړ شي چې سوداګریزې، کرنیزې او تفریحي ساحې په کې شاملې دي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .