په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان سرپرست حکومت ارګ جمعه د لړم په ۱۸مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د حکومت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې له یو شمېر مخورو او شیعه مشرانو سره غونډه وکړه.
خبرځاى زياته کړه: اسدالله سعادتي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د سراسري امنيت پر تأمين د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ يې په هيواد کې د ثبات او ارامۍ پياوړتيا لپاره د هيوادوالو هڅې اړينې يادې کړې.
هغه وويل: د وروستيو کلونو په جګړو کې د افغانستان زېربناوې شديدې زيانمنې شوې او افغان ملت ډېر وکړېده، اوس خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو او د هيواد د ابادۍ مرحله رسېدلې ده، نو لازمه ده چې دايمي پيوستون او يووالي ته ځانګړې پاملرنه وشي.
په همدې حال کې د سرپرست حکومت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل: افغانستان د ټولو شريک کور دی او اسلامي امارت د مسؤل حکومت په توګه د افغان ملت په خدمت کې دی.
اداري مرستیال څرګنده کړه د هيواد پرمختګ او ابادي د ټولو هيوادوالو د هڅو په نتيجه کې ممکنه ده او له ټولو هيوادوالو څخه يې وغوښتل، چې د ځمکنۍ بشپړتیا او نظام د دفاع لپاره متحد شي او د هيواد د پرمختګ لپاره ګډ کار وکړي.
د ایرنا د خبر له مخې، امریکا د افغانستان د شل کلن اشغال په موده کې تل هڅه کړې چې د مختلفو چینلونو له لارې د دغه هیواد د خلکو ترمینځ نژادی، ژبنی، فرقه ایز او مذهبی اختلافاتو ته لمن ووهی خو د لویدیځ د اشغال په لیرې کولو سره یې د دغه هیواد ټولو يادو شويو مسايلو ته د پای ټکی کېښودل شو او اوس د دې هېواد ټول وګړي د يو واحد نظام تر چتر لاندې د وروڼو په څېر ژوند کوي.
د پیغام پای/
Your Comment