سید حبیب‌الله اغا د تعلیمي چارو پر لا پراختیا ټینګار وکړ

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې سرپرست وزیر غزني ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د پوهنې د چارو پر لا پراختیا ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې سرپرست وزیر مولوي سید حبیب الله اغا پنجشنبه د لړم په ۱۷مه غزني ولایت ته ولاړ او د دغه ولایت د پوهنې ریاست له مسوولینو سره یې وکتل.

د غزني ولایت د پوهنې رئیس مولوي میر نصیر احمد حسیني د دغه ریاست د لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ او د راتلونکي نسل سالمه روزنه یې یو ستر او ارزښتناک مسوولیت وباله.

 د پوهنې سرپرست وزیر د غزني د پوهنې ریاست د مسوولینو هڅې او فعالیتونه وستایل او هغوی یې وهڅول چې په لا زیاتې ژمنتیا سره خپلو کارونو ته دوام ورکړي او په دغه ولایت کې د پوهنې د لا پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي.

 د ایرنا په وینا، د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر د پوهنې د چارو د څارنې او ښه والي په موخه له یوې میاشتې راهیسې خپل ولایتي سفرونه پیل کړي دي.

 نوموړي تر دې مخکې د هېواد جنوبي او شمالي ولایتونو ته هم سفرونه کړي وو.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .