د امریکا د ټاکنو پایلې؛ ایران: د ایران د ارزونې معیار د امریکا د حکومت اجراات دی

کابل- ایرنا- د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په دې خبرې سره چې د امریکې د مختلفو حکومتونو د سیاستونو او چلندونو په هکله ډیرې ترخې تجربې لرو وویل: هغه څه چې د ایران لپاره مهم دی او د ارزونې معیار د امریکې د حکومت اجراات او فعالیت دي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقایي نن د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۱۷ نیټه د ایرنا له خبریال سره په خبرو کې وویل: د امریکا د ولسمشر انتخاب د هغه هیواد د خلکو مسوولیت دی او اوس د امریکا ولس خپله انتخاب کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ټینګار وکړ: د امریکې د مختلفو حکومتونو له تیرو سیاستونو او چلندونو څخه ډیرې ترخې تجربې لرو.

 هغه په ​​دې خبرې سره چې انتخابات د تیرو غلطو لارو چارو د بیا کتنې فرصت دی وویل: هغه څه چې د ایران لپاره مهم دی او د ارزونې معیار د امریکې د حکومت اجراات دی.

 د ایرنا د خبر له مخې، د جمهوري غوښتونکو کاندید او د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې میاشتې په ۱۵ نیټه د دغه هیواد د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ۲۹۲ انتخاباتي رایو په ګټلو سره وتوانید چې د امریکا ۴۷م ولسمشر په توګه سپینه ماڼۍ ته راستون شو.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .