په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د اففانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو نن پنجشنبه د لړم د میاشتې په ۱۷ نیټه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د پروان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست، د اعظم خصوصي عامه کتابتون او د پرمختګ په لور د حرکت مؤسسې له خوا د چاريکارو د ګل غونډۍ په واټ کې د (په خپل وطن پاتې کېدل، لوستل او ودانول د هېواد له پرېښودو او تګ غوره دي) تر شعار لاندې د کتابونو نندارتون جوړ شو.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د کلتور او ګرځندوی آمر عتيق الله صافي د دغو بنسټونو له همکاريو څخه د مننې تر څنګ وويل: د اطلاعاتو او کلتور رياست هڅه کوي، چې د دغه شان پروګرامونو په تر سره کولو سره په ځوانانو کې د کتاب لوستلو کلتور دود کړي.
صافي زياته کړه: د اطلاعاتو او کلتور رياست دا مهال په مرکز او سياګرد، بګرام او جبل السراج ولسواليو کې څلور کتابتونونه د سلګونه ټوکو کتابونو په ظرفیت سره فعال کړي، چې تر څنګ يې دوه خصوصي کتابتونونه هم فعاليت کوي.
د اعظم خصوصي کتابتون مسؤل مصطفی ولیزاده وویل: هڅه کوي، چې د واټونو د سر نندارتونونه ترسره کړي، تر څو په ټولنه کې د عامه پوهاوي سطحه لوړه او د کتاب لوستنې کلتور دود شي.
ده وويل: دا نندارتون د دوه ورځو لپاره جوړ شوی، چې له ۱۷۰۰ ټوکو زيات کتابونه پکښې نندارې ته ايښودل شوي دي.
د ایرنا په وینا، دوه ورځې وړاندې د دغه ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې مطالعې ته د ځوانانو د هڅونې په موخه د کتابونو نندارتون هم جوړ شوه.
د پیغام پای/
Your Comment