په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت چارواکو نن چهارشنبه د لړم ۱۶ مه اعلان وکړ چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني پکتیکا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۲۰۳ قول اردو له دوهم پیاده لوا څخه لیدنه وکړه.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ژمنه وکړه چې د دې قول اردو د وړاندیزونو او ستونزو په حل کې به همکاري کوي.
د ایرنا د راپور له مخې، د ۲۰۳ منصوري قول اردو په پکتیکا ولایت کې موقعیت لري چې د هېواد جنوبي ولایتونه د دفاع او امنیت تر پوښښ لاندې دي.
د پیغام پای/
Your Comment