د کورنیو چارو وزارت ویاند: په افغانستان کې د نشه یي توکو د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو راپور له حقیقته لرې دی

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند په افغانستان کې د نشه يي توکو د زیاتیدو په اړه د ملګرو ملتو راپور له حقیقته لرې وباله.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنيو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع د چهارشنبه په شپه د لړم په ۱۶ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې اسلامي امارت د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه په خپلو لومړیتوبونو کې ځای لري چي له مخې يې په ټول هېواد کې د نشه يي توکو په کښت او توليد باندې پوره بنديز لګولى دى.

د کورنيو چارو وزارت دغه سروې او د يادې ادارې ادعا په کلکه ردوي او له حقيقته يې لرې ګڼي.

خبرځاى زياته کړه: ښايي چې دغه سروې د نشه يې توکو پر وړاندې مبارزې مخکې د کال په لومړيو کې  ترسره شوې وي، خو له هغه وروسته د پوليسو له خوا د کوکنارو د کښت ټولې ساحې له منځه وړل شوې دي په همدې لحاظ د ملګرو ملتونه سروې يوه بې ځايه او  بې بنسټه ادعا ده.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو د کښت او تولید په اړه شوې ارزونې د ملګرو ملتونو له نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې د دفتر له سروې سره په ټکر کې دي

 د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو د مبارزې د سروې برخه د ملګرو ملتونو له سروې سره په پوره ټکر کې قرار لري.

 د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل: د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې په برياليتوب سره وکولای شول چې په افغانستان کې نشه يي توکي ټيټې کچې ته ورسوي او په ۲۰۲۴ کال کې هم له دې پديدې سره د مبارزې په برخه کې پرېکنده او جدي ګامونه پورته کړي دي، چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې به په راتلونکي کې لا نور هم کوټلي او اوچت ګامونه واخيستل شي.

 د ایرنا په وینا، د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر په دې وروستیو کې په خپل نوي راپور کې ویلي چې د یوې سروې له مخې په افغانستان کې د تریاکو کښت د ۲۰۲۳ کال په پرتله په ۲۰۲۴ کال کې ۱۹ سلنه زیات شوی دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .