په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د برشنا شرکت مسوولینو د دغه شرکت اجراییوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر او په کابل کې د چین له سفیر جاوې شینګ سره د لیدنې خبر اعلان وکړ.
په دې کتنه کې دواړو لورو د برېښنا د سرچینو او د انرژۍ په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې.
د برشنا شرکت اجرائیوي رئیس د برېښنا تولید په برخه کې د شته فرصتونو په اړه معلومات ورکړل او په دې برخه کې یې له بهرنیو پانګوالو سره د هراړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.
د چین سفیر د افغانستان د انرژۍ په سکټور کې پانګونې ته د دغه هېواد د خصوصي سکتور د پانګوالو لېوالتیا خبر اعلان کړه او له دغه شرکت سره یې په تخنیکي برخو کې د ظرفیتونو د لوړولو او همکارۍ ډاډ ورکړ.
د پیغام پای/
Your Comment