په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن سه شنبه د لړم په ۱۵ مه په یو خبرپاڼه کې وویل، د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري د شمال ختيځ زون د دولتي ادارو له وياندويانو سره د غونډو په دوام د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مسؤلينو، د ياد زون د رسنيو او دولتي ادارو د وياندويانو او نشراتي مسؤلينو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست رئیس مولوي رحمت الله نړیوال وویل: زموږ پوره هڅه داده، چې خبریالانو او رسنیو ته پر وخت معلومات ورسیږي، په همدې موخه مو په مختلفو زونونو کې د رسنيو او دولتي ادارو د وياندويانو ترمنځ د همغږۍ غونډې جوړې کړي، چې دا سلسله لا هم روانه ده، نوموړي زیاته کړه؛ دې برخه کې ښې لاسته راوړنې هم لرو، چې د ځينو پرمختګونو شاهدان تاسو هم ياست.
هغه زیاته کړه: دې برخه کې ښې لاسته راوړنې هم لرو، چې د ځينو پرمختګونو شاهدان تاسو هم ياست.
حقمل وويل: داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په هېواد کې د نافذه قوانينو پر بنسټ د رسنيو او خبريالانو د هر اړخيز ملاتړ مسووليت لري او رسنۍ بايد د همدارنګه د اسلامي امارت د نشراتي تګلارې مطابق فعالیت کوي.
هغه زیاته کړه: د غربي رسنیو کار شخصي حریم ته ننوتل دي، چې دا له هر ډول رسنيزو قوانينو سرغړونه ده، موږ به د خلکو د عزت ساتلو لپاره هڅې کوو.
د پیغام پای/
Your Comment