په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو نن سه شنبه د لړم په ۱۵ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر اخندزاده د کندز ولایت د اقتاش ولسوالۍ له یو شمېر مشرانو سره وکتل.
د اقتاش ولسوالۍ مشرانو په دې ولسوالۍ کې د اوبو او برېښنا د پروژو د تطبیق په برخه کې خپل وړاندیزونه او غوښتنې د اوبو له مرستیال سره شریکې کړې.
د اوبو مرستیال دوی ته ډاډ ورکړ چې په راتلونکي کې به د شته اسانتیاوو له مخې دغه وزارت د دوی وړاندیزونو ته پاملرنه وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment